امنیت

یوولس طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
په فاریاب کې ۱۱ وسله وال طالبان تېره شپه د افغان پوځيانو په هوايي بریدونو کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې پر دغو طالبانو هغه وخت بریدونه وشول چې د قیصار ولسوالۍ په سرآسیاب سیمه او د دغه ولایت د المار ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې پر پوځیانو د بریدونو د ترسره کولو په موخه راټول شوي وو.
خبرځای زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې څلور نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته