خبرونهامنیت

یوویشت طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

په زابل کې ۲۱ وسله وال طالبان په نویو نښتو کې ووژل شول.

پر دغو طالبانو له تېرې شپې تر نن سهاره پورې د پوځیانو پر پوستو له بریدونو وروسته د هوا او ځمکې له لارې بریدونه وشول.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په یادو جګړو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د رارسېدولو خبرونو له مخې؛ د پوځیانو پر پوستو د وسله والو طالبانو د بریدونو په بهیر کې هوايي قواوو د دښمن پر پټنځیو بریدونه وکړل چې څلور پتڼځي یې ویجاړ شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته