سیاستخبرونهTOP

د مالیې وزیر له دندې لرې کړای شو

کابل/ د سلواغې ۴ مه / باختر

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت رییس په جلا جلا حکمونو کې د مالیې وزیرعبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړی او محمد خالد پاینده یې د مالیې وزارت سرپرست په ټاکلی دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د جمهوري ریاست عالي مقام په حکم کې د مالیې وزیر د ګوښه کیدو دلایل د عوایدو په ټولو کې کموالی، په مالیې وزارت کې د غیرقانوني مقرریو د څېړنو له ګډ پلاوي سره نه همکاري او د دغو څېړنو مخنیوی ، کمزوری مدیریت، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته ژمنتیا نه لرل او په ورسپارل شویو وظایفو کې د هېواد د اساسي قانون د 77 یمې مادې نه مراعت کول او د جمهوري ریاست د عالي مقام له حکمونو او هدایاتو څخه سرغړونه یاد شوي دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د هېواد اساسي قانون د 64 مادې د 11مې فقرې په اساس د مالیې د وزیرعبدالهادي ارغندیوال عزل کیدل او یاد وزارت لپاره د سرپرست په توګه د محمد خالد پاینده ټاکل منظور کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته