خبرونه

د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو په قانون بيا کتنه کېږي

د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو په قانون بيا کتنه کېږي
٤٩- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولوپه قانون د بيا کتنې لپاره د نظريو د وړاندې کولو په مقصد غونډه د ښځو د چارو په وزارت کې جوړه شوه.

د دغې غونډې په پيل کې د ښځو د چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ دغه قانون بيا کتنه يو اړتيا وبلله .
د غونډې برخه والو چې د ملي او نړيوالو بنسټونواستازيتوب کوله په هېواد کې د اوسنيو شرايطو له په پام کې نيولو سره د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو په قانون د بيا کتنې او په همدې حال کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو له قانون سره د دغه قانون د مدغمولو په اړه خپلې نظريې اوپيشنهادونه وړاندې کړل .
ټاکل شوې ده يوه تخنيکي کمېټه د دوو اوونيو لپاره د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو په قانون د بيا کتنې په اړه کار وکړي اوخپل رپوټ وړاندې کړي .
د يادونې وړ ده چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولوقانون په ١٣٨٨هجري لمريزکال کې په څلورو فصلونو او ٤٤ مادو کې د تقنيني فرمان له مخې نافذ شو خو د هغو په ځينو مادو کې د تشو د شتون له امله ټاکل شوې ده چې دغه قانون له بياکتنې او تعديل وروسته د تصويب لپاره يوځل بيا د هېواد پارلمان ته ولېږل شي.
ختم _ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته