امنیت

درې تنه پوځيان په بادغيس کې شهيدان شول .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دپوليسو دوه سرتيري  پرون دبادغيس په مقر ولسوالۍ کې دطالبانو له خوا شهيد کړى شول .
دبادغيس دامنيې قوماندانۍ وياند تحصيل  حيدري باختراژانس ته وويل چې دپوليسو دغه دوه سرتيري  پرون مازيګر  کله چې درخصتي لپاره دخپلوکورونو په لور روان وو،دچشمه  دزد  دسيمې په لاره کې  دطالبانو له لوري له موټر څخه ښکته اوپه ډزويې شهيدان کړل .
ديوبل خبرله مخې،  دبادغيس په  بالامرغاب ولسوالۍ کې  دملي امنيت يو مامور دخپل همکار له خوا  په ډزو سره شهيد کړى شو .
دبادغيس  دامنيې قوماندانۍ وياند تحصيل حيدري ددغې پېښې اصلي علت لفظي  شخړې وبللې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته