امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي په روزګان کې ووژل شول

کابل باختر د وږي  شپږمه
دطالبانو په ډلې پورې اړوندشپږ تنه ډار اچوونکي په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو نن سهار د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ او د ترينکوټ ښار بازار ته څېرمه کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، بريدونه وشول.  د اتل قول اردو  يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د کوماندو ځواکونو په دغو بريدونوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل: دغه وسله وال طالبان کله چې د روزګان ولايت په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پرې بريدونه وشول .
ويل کيږي په دغو بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته