کابل باختر دسلواغې درې ويشتمه :
اته وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانوسره په نوي نښتو کې ووژل شول .
جګړه نن سهار په چارچينو ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلى په کاروان دوسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دى وايي په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته دسر دزيان په اوښتو برسيره ددغې ډلې څو سنګرونه هم له وسلو او مهماتو سره يې دړې وړې شوې دي .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ