کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دعالي مقام ددفتر دلوى رئيس دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني فرمان ؛
دملي وحدت دحکومت دکار له پيل څخه ،. د جمهوري رياست ددفتر رياست دهغه دچارو دلاښه سمون او تنظيم په مقصد د جمهوري رياست دچارو د ادارې له لوى رياست سره مدغم شو. او ددواړو مهمو برخو د رهبرۍ مسووليت عبدالسلام رحيمي ته وسپارل شو.
اوس چې دواړه مدغمې شوې ادارې په پښو درېدلي دي ددې وخت رارسيدلى دى چې يوه برخه مسووليتونه يې بيا د جمهوري رياست دچارو د ادارې لوى رياست ته وليږدول شي چې په همدې موخه دغه رياستونه په دوو خپلواکو بودجوي واحدونو وويشل شول.
له رتبې څخه په بهر بست کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام ددفتر دلوى رئيس په توګه دعبدالسلام رحيمي ټاکنه داوسنيو حقوقو او امتيازونو او دافغانستان داسلامي جمهوريت په کابينه ، دملي امنيت په شورا ، اقتصادي شورا اوپه نورو شوراګانو ، کميټو او مجلسونو کې چې ګډون يې کاوه دده دغړيتوب په ساتنې سره منظوره ده .
دلوى خداى (ج) له دربار څخه ده ته دلازياتو برياليتوبونو هيله کوم.
2 1 دقیقه لوستل