کابل باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د اصلاحاتو اوښيې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئيس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود نن له غرمې وروسته دافغانستان د استقامت دبهير له رئيس او غړو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
دجمهور رئيس دفوق العاده استازي دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دښيې حکومتوالۍ دپياوړتيا ، داصلاحي او امنيتي پروګرامونو په ملاتړ او دهېواد دلومړيتوب لرونکو پروګرامونو دښه تطبيق په موخه خپلې کړنې اوپروګرامونه د جمهوررئيس له فوق العاده استازي سره شريک کړل.
ددغه بهير مسوولينو دهېواد دجمهوررئيس د فوق العاده استازي داصلاحي اوسياسي فعاليتونو هرکلى وکړ او ويې ويل : چې دافغانستان خلک دهېواد دسياسي ثبات اوپيوستون لپاره ستاسو داقداماتو ملاتړ کوي او ستاسو ترڅنګ ولاړ دي .
داصلاحاتو او ښيې حکومتوالۍ په چارو دجمهوررئيس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود په هېواد کې د ټولنيزو او سياسي بنسټونو درول په مهم بللو سره وويل چې ټولنيز اوسياسي بنسټونه دمشخص پروګرام په لرلو سره کولاى شي داصلاحاتو او خلکوته دخدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې د حکومت دکړنو په څارنه کې کارنده ونډه ولري.
د جمهور رئيس فوق العاده استازي زياته کړه ؛ چې ددولت په جوړښتونو کې دځوانانو رول بايد پراخ او ستر وي او هغوى ته دزياتو ټولنيزو ، سياسي ، تحصيلي اوکاري فعاليتونو زمينه برابره شي .
ده دغه راز له ځوانانو او له ټولنيز و اوسياسي بنسټونو څخه وغوښتل چې هېوادنۍ مسئلې او موضوعګانې په دقت سره وڅيړي اوبايد تيرې تيروتنې تکرارې نه کړي .
احمدضيامسعود زياته کړه : په هېواد کې دځوانانو نفوذ ته په پاملرنې سره دوى کولاى شي دنويو ارزښتونو په پراخ بنسټه کولو او د افغانستان دټولنې په جوړښت کې دمطلوبو بدلونونو په راوړلو کې ګټور او اغيزمن رول ولوبوي.
دغه رازځوانان بايد دتندلاريتوب ، تروريزم او تفريقې پرضد په خپلو فعاليتونو کې عمل وکړي چې په هېواد کې ټيکاو او عدالت تامين شي .
1 1 دقیقه لوستل