امنیت

د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست ووژل شو

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٦
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال ګلاب خان تېره شپه په يو وسله وال بريدکې د خپل ساتوونکي له خوا ووژل شو.
د ترينکوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمر دويم څارن ګل آغا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست ګلاب خان د امنيتي پوستو په کتنې بوخت و چې د دهراوود ولسوالۍ په سرخوم سيمه کې د خپل ساتوونکي له خوا په ډزو سره ووژل شو.
دى وايي چې د امنيې قوماندانۍ د سرپرست ساتوونکى نيول شوى او د ګلاب خان د وژنې په باب يې په خپل جرم اعتراف کړى دى .
د يادونې وړ ده چې مخکې له دې د ارزګان ولايت پخوانى امنيه قوماندان مطيع الله خان په مرموز ډول په کابل کې وژل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته