کابل باختر دتلي يوولسمه :
په غور ولايت کې يوې ځوانې ميرمنې د زهر جنو توکو په خوړولو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه .
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير عبدالهادي چهل غوري د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ميرمن فريده نوميده او د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار اوسيدونکې وه .
ده زياته کړه چې د دغې پيښې اصلي علت لا تراوسه پورې نه دى څرګند شوى .
ويل کيږي چې د دغې قضيې په اړوند امنيتي مسوولينو د دغې ميرمنې ميړه نيولى دى او له هغه څخه تحقيقات پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ