کابل باختر د لړم څلورمه :
لس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په هلمند ولايت کې دملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک باخترآژانس ته وويل: په دې نښته کې چې ددغه ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه؛ لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دښمن يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
ديوبل خبر له مخې: دهلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې د پوليسو د ځواکونو او طالبانو ترمنځ دنښتې له امله درې تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دهلمند د والي ويندوى وويل: دغه جګړه دکجکي ولسوالۍ د درياب په ساحه کې رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
0 1 دقیقه لوستل