امنیت

په هلمند کې دپنځو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٣٠ :
په هلمند ولايت کې پنځه تنه پاکستاني طالبان په نويو نښتو کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تيره شپه  دهلمند مرکز لښکرګاه ښار ته څيرمه  هغه وخت بريد وشو  چې غوښتل يې  يو ډاراچوونکي بريد  ترسره کولو ته ځان چمتو کړي.
د افغانستان په جنوب  دملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل:  په دې نښته کې پنځه تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
ده وويل : وسله وال طالبان لښکرګاه ښارته  څيرمه کله يې چې غوښتل  ځانونه  ديولړ بريدونو  ترسره کولو ته  چمتو کړي  ، پرې ډزې وشوې.
ويل کيږي په دې  جګړو کې سرتيرواو دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل  خبر کې ويل شوي دي   په هلمند ولايت کې ديوې  چاودنې مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهاد هلمند ولايت د مرکز د لښکرګاه ښار په  لويه لاره کې يو ماين کشف اوشنډکړ .
دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار دپوليسو يو مقام وايي : طالبانو غوښتل ددغه ماين په ښخولو سره پوځيانو ته خونړۍ پيښه رامنځته کړي  خوپه دې کار بريالي نه شول  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته