کابل باختر دوري دمياشتې ٢٤ :
څه دپاسه درې سوه اړو او له پاکستان څخه راستنو شويو کورنيو سره په ننګرهار ولايت کې مرسته وشوه.
دغه مرستې د مهاجرينو په چارو کې دملګروملتو سازمان دکمشنيرۍ له خوا دننګرهار ولايت دمهاجرينو د راستنولو چارو د رياست په همکارۍ ترسره شوي دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست يوه مسوول باخترآژانس ته وويل ؛ په څه ناڅه درې سوه کورنيو خوراکي توکي ،جامې اونغدې پيسې ويشل شوي دي.
ده وويل ؛ په هرې کورنۍ ١٢٠ ډالره او خوراکي توکي او جامي ويشل شوي دي .
په همدې حال کې يوشمير کورنۍ چې له پاکستان څخه راستنې شوې دي
د ملګروملتو دسازمان له نغدي مرستو څخه هم برخمنې شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ