امنیت

په بدخشان کې دنشه يي توکو دتوليد يوه کارخانه ويجاړه شوه

کابل باختر د وږي  لسمه :
په بدخشان ولايت کې دنشه يي توکو دتوليد يوه کارخانه پرون دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې کشف او ويجاړه شوه .
په دغو عملياتو کې چې دبدخشان ولايت دکشم ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ترسره شول دکارخانې په ويجاړيدو سربيره څلور سوه  کيلوګرامه اپين او نږدې پنځوس کيلوګرامه  توکي  چې داپينو په جوړولوکې کارول کيږي هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال بابه جان د باخترآژانس  خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو ددغه ولايت دکشم ولسوالۍ په ګندم قول سيمه کې دځانګړو عملياتو په بهير کې دنشه يي توکو دتوليد دغه ستره کارخانه ويجاړه کړه اوپه هغې کې شته توکي يې ضبط  کړي دي .
جنرال بابه جان زياته کړه چې په دغو عملياتو کې څوک نه دى نيول شوى او امنيتي ځواکونو ددغې کارخانې دخاوندانو دنيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
  کشم دبدخشان ولايت يوه ناامنه ولسوالۍ ده اوزيات شمېر امنيتي ځواکونه پکې ديره دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته