روغتیا

په کونړ کې به ډیر ژر د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو کار پیل شي

کونړ اسعد اباد باختر د لړم ۲۱ مه
د عامي روغتیا وزیر ډاکټر فیرزالدین فیروز کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې پرون د کونړ له والي، د ولایتې شورا له غړو او د عامې روغتیا ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
د باختر اژانس د سیمه  ېیز خبریال د خبر له مخې؛
په دغو کتنوکې د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال وزیر ته د هرکلي ویلو ترڅنګ وویل چې په کونړکې د روغتیا په برخه کې یو شمېر اړینې ستونزې شته دی چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
د کونړ د ولایتې شورا پخواني رئیس حاجي محمد دعامې روغتیا وزیر ته وویل : پخوا هم دلته ستا په ګډون ډیر وزیران او د حکومت نور لوړ پوړي چارواکي راغلي، دلته يې له ولسونو سره ګڼې ژمنې کړې خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملې شوې.
هغه له وزیر هیله وکړه چې ژمنې پرېږدي او عملي کار وکړي، ځکه چې د کونړ خلک ډېر زیانمن شوي دي.
خلک بیا وایي : دوی له حکومتي مسوولینو په دې ګیله من دي چې ژمنې کوي خو پلې کوي يې ، خو کله چې د ټاکنو وخت نږدې شي ، بیا د وزیرانو سفرونه او ژمنې پیل شي خو په عملي ډول يې هیڅ نښې نښانې نه لیدل کېږي.
خو دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وايي چې دی د کمپاین لپاره نه دی راغلی، بلکې په روغتون د کار د پیل کولو او د پاتې کارونو د چټک کولو لپاره راغلی دی .
اوسهمال په کونړ کې ۵۰ بستریز روغتون شتون لري چې هغه هم  د سردار محمد داوودخان د حکومت په وخت کې د یوې ولسوالۍ لپاره جوړ شوی و، خو د هغه روغتون هم ودانۍ زړې شوې دي .
دغه روغتون ته د نورستان ناروغان هم راځي چې له امله يې په روغتون کې بیروبار زیات کړی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته