کابل / د زمري ۱۳ / باختر
په خوست کې د یو استنادي دیوال په جوړېدوسره په لسګونوجریبه کرنیزې ځمکې او څو کورونه د سېلاونوله خطرڅخه خوندي شول.
دغه دیوال د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي په ټني ولسوالۍ کې د سیند ترڅنګ جوړشو.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه استنادي دیوال په جوړېدوسره د بزګرانو څه نا څه ١٠٠ جریبه کرنیزې ځمکې او څو کورونه د سېلاونوله خطرڅخه خوندي شول.
د کلي اوسېدونکي د دغه دیوال له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي چې کلونه کلونه کېږي چې سېلاونه د دوی کورونه او کرکیلي ویجاړوي او دوی ته زیان آړوي.
ع
3 د یوې دقیقې څخه لږ