امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دولس تنه وسله وال طالبان نن په بادغيس ولايت کې دملي پوليسو دځواکونو دامنيتي فعاليت په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ دبادغيس ولايت دپوليسو ځواکونو ددغه ولايت په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول .
دغو طالبانو دانتخاباتو دبهير دګډوډولو په مقصد پروګرام جوړ کړي و چې هدف ته له رسيدو مخکې دامنيتي ځواکونو له خوا وځپل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته