امنیت

يوولس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

٧- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
يوولس وسله وال طالبان په ننګرهار کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دغه طالبان په خپل پټنځي کې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل ته چمتو کېدل چې د هېوادهوايي ځواکونو پرې بريدوکړ .
د ننګرهار يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول .
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ د وسله والوطالبانو يوه زېرمه په ننګرهارکې کشف شوه .دغه زېرمه په اچين ولسوالۍ کې په يو پټنځي کې ساتل کېده ، افغان ځواکونه وايي چې له دغې زېرمې څخه د توغنديو، بمونواوماينونوپه ګډون په لسګونو وسلې ترلاسه شوي دي.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته