ټولنه

په جلال اباد ښار کې يو واټ دانګيزې شينوارې په نامه ونومول شو .

کابل باختر  دکب لومړي نيټه :
په جلال اباد ښار کې يو واټ دننګرهار ولايت دولايتي شورا دغړې انګيزې شينوارې  په نامه چې په دى وروستيو وختو کې  دطالبانو دتروريستي ډلې له خوا تروره شوه ونومول شو .
دغه واټ په جلال اباد ښار کې دننګرهار دولايت دمقام او دولايتي شورا دودانيو په وړاندې موقعيت لري .
دانګيزې  شينوارې په نامه ددغه واټ دنومولو په مراسمو کې دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار ، دننګرهار ولايت سرپرست محمد حنيف ګرديوال ، دننګرهار دولايتي شورا رييس او غړو او دشينوارې  کورنۍ ګډون کړى و .
دمراسمو برخه والو دننګرهار ولايت دولايتي شورا دغړې انګيزې  شينوارې ترور  دافغانستان دخلکو ددښمنانو او تروريستانو کار وباله او دبيا رغاونې دبهير دښځو دحقوقو او دښځو او ماشومانو له زده کړې څخه دڅارنې په لاره کې دميرمن شينوارې کارنامې او هلې ځلې وستايلې .
انګيزې شينوارې  تيره اوونۍ په جلال اباد ښار کې دماين دچاودنې له امله سخته ټپې  شوه چې وروسته په روغتون کې مړه  شوه .
په دى پيښه کې يو تن بل هم ووژل شو او دماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
طالبانو دننګرهار دولايتي شوراددغې غړې دترور مسووليت په غاړه واخيست .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته