سیاست

جمهوررئیس غني په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو سره وکتل

کابل باختر دسلواغې پنځلسمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه،  حاجي علي محمد، انجنیر صاحب خان، حاجي محمداکبر ستانکزي، شکیلا هاشمي، محمداصف صدیقي او حیدرجان نعیم زوی خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې شته سیمه ییزې ستونزې یې مطرح کړې. 
هغوی د پوهنې، په بېلابېلو ادارو کې د ښځو د زیاتې ونډې او حضور، د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو، محلي ادارو کې د اصلاحاتو، بېلابېلو دولتي ادارو کې د متخصصو او تعلیم یافته افرادو د جذب، د امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا، د لوګر ولایت دمرکزي روغتون د اکمال او تجهیز او همدارنګه کرنې ته د پاملرنې او د سړو خونو جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
په همدې ترتیب په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو د هېواد زیربنایي او بنسټیزو مسایلو ته د جمهور رئیس له پاملرنې څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د لوګر د خلکو استازو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، د دوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې او د هغو د حل لپاره په تيره بيا د معارف، کرنې، بندونو جوړولو او د اړوندو وزارتونو  د مشخص مهالوېش په اساس به د ښځو ونډې د زیاتولو برخه کې اقدامات وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته