امنیت

په ننګرهار ولايت کې د نهو تنو وسله والو طالبانو اوددغې ډلې ددوو تنو قوماندانانو وژل کيدل .

کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
دوسله والو طالبانو ددوو تنو قوماندانانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې دنويو نښتو له امله ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه په غنې خيلو ولسوالۍ کې بريد وشو .
دننګرهار  دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې دطالبانو دډلې دوه تنه قوماندانان له اوو تنو افرادو سره يې ووژل شول .
ده وويل: وسله والو طالبانو په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
دطالبانو دډلې جګپوړي  قوماندان ملا امير شاه هم په ننګرهار ولايت کې په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
ويل کيږي چې په دې نښته کې  سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دوسله والو طالبانو دډلې څلور تنه غړي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه طالبان تيره شپه په غني خيلو ولسوالۍ کې دپوځيانو په ناڅاپي بريد کې له جنګي وسايلو سره نيول شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته