امنیت

په کندز کې دداعش په ډلې پورې داړوندوکسانو دفعاليت پراختيا .

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
دکندز په ولايت کې مقامات وايي  چې  دداعش دډلې  نږدې اويا تنه غړي  په دغه ولايت کې په فعاليت بوخت دي چې په سيمه کې ددغې ډلې دفعاليت دپراختيا لپاره هدفونه تعقيبوي .
دکندز والي محمد عمر صافي وايي داعش په دغه ولايت کې  خپل فعاليتونه پيل کړي دي او دافغانستان  په نورو سيمو کې  دخپلو فعاليتونو دپراختيا په لټه کې دي .
دکندز والي وويل همدا اوس دداعش دډلې  نږدې  اويا تنه پوځي غړي  ددغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې فعاليت کوي او په دې لټه کې دي چې دخپلو فعاليتونو ساحه ګاونډيو ولايتونو ته  پراخه کړي .
دافغان  خبري سرچينو دخبرونو له مخې،  دغې تروريستي ډلې  دغه راز  دغزني ، زابل ، هلمند او لوګر دولايتونو په ګډون دافغانستان په نورو سيمو کې  هم خپل فعاليتونه پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته