امنیت

په اومنې ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندان وژل کېدل

ښرنه باختر د وري د مياشتې ٢٥ مه
د پکتيکا ولايت د اومنې ولسوالۍ په سپينه سيمه کې د وسله والو طالبانو يوه سيمه يېز قوماندان وژل شوى او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي،د وسله وال طالبانو دغه قوماندان د خپل ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله وژل شوى دى.
د پکتيکا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،تېره ورځ د اومنې ولسوالۍ په سپينه سيمه کې د وسله والو طالبانو پر موټر ماين چاودنه کړې.
سرچينه زياتوي چې په دغه چاودنه کې، د طالبانو یو قوماندان چې په عبدالرحمن مشهور و وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته