کابل /دکب ١٥مه / باختر:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ١٣٩٨ کال د کاري رپوټ د تدوين کمېټې غونډه جوړه شوه.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه کمېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه هيئت څخه متشکله ده او د ې وزارت د تېر يو کال دکاري رپوټ د تدوين په باب چې تشکيل، بودجه، عادي او پرمختيايي پروژې، خپرونې، تاريخي آبدې، ګرځندوى، ځوانان او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نورې اړوندې برخې پکې شاملې دي،کار کوي.
په غونډه کې دکمېټې غړو داطلاعاتو اوفر هنګ وزارت د ١٣٩٨ کال د کاري رپوټ د تدوين بهير د بشپړېدو ډاډورکړ.
د هغه پروګرام پربنسټ چې پخوا تنظيم شوى دى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنيو د مرکز له لارې په يوه غونډه کې د دې وزارت د تېر يو کال د کړو وړو رپوټ خلکو ته وړاندې کوي.
دغه راز په غونډه کې حسينې ساپۍ دکمېټې له غړو څخه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ١٣٩٨ کال دکړو وړو د رپوټ د تدوين په مقصد يې هڅه او هاند کړى دى، مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه رپوټ به په نږدې راتلونکې کې د رسنيو په شتون له خلکو سره شريک شي.
ختم- ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل