فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو روزنيز حکومت جوړوي.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او دجوانان نو انديش دمدني سازمان ترمنځ پرون دځوانانو د روزنيز حکومت دجوړولو تفاهم ليک لاسليک شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دغه تفاهم ليک داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين او سرپرست ډاکتر کمال سادات او دجوانان نو انديش سازمان د رييس احمد هيواد رهياب له خوا چې دځوانانو د روزنيز حکومت طراح دى ،دهيواد دمرکز او ولايتونو ديو شمير ځوانانو په وړاندې لاسليک شو.
لومړۍ داطلاعاتو او فرهنګ دځوانانو دچارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات دځوانانو د روزنيز حکومت په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت هم څه موده مخکې ديوه تاريخي کار بنسټ کيښودچې هماغه دځوانانو دپارلمان جوړول و چې له ټولو ولايتونو څخه ځوانان پکې ونډه لري چې دښې راتلوونکې او ښې حکومتوالۍ په باب دتوپ او ټانک پر بنسټ د وروستيو دريو يا څلورو لسيزو دځينو سياستوالو په شان نه وي او وکولاى شي په ښه توګه په حالاتو واکمني وکړي او ديوه ښه او مدبر سياستوال په توګه سياست وکړي.
دغه راز دځوانانو روزنيز حکومت هم جوړيږي او ځوانان کولاى شي دښې حکومتوالۍ په برخه کې خپل مشارکت تجربه کړي . او د ځوانانو د روزنيز حکومت طراح په همدې حال کې دجوانان نو انديش دمدني سازمان رييس او دځوانانو د روزنيز حکومت طراح احمد هيواد رهياب هم دځوانانو د روزنيز حکومت دتشکيلاتي جوړښت په باب د ډاکتر کمال سادات دخبرو په تاييدولو سره زياته کړه چې دغه حکومت دهيواد له نافذو قوانينو سره سم يو جمهور رييس او دوه مرستيالان،پنځه سلاکاران ،پنځه ويشت وزيران،پنځوس معينان،څلور ديرش واليا،اته ښاروالان او يوولس مستقل رياستونه لري.
ده څرګنده کړه چې دځوانانو روزنيز حکومت په حقيقت کې د اوسني نظام دستنو دلازيات ټينګښت او دوام په لټه کې دى او د رياستي نظام پر بنسټ او له اساسي قانون سره سم جوړ شوى دى.
ديادونې وړ ده چې ددغه حکومت طرحه دجوانان نو انديش دمدني سازمان له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت په همکارۍ برابره شوې ده او لومړۍ طرحه ده چې په نړۍ په کچه سارى نه لري او لکه څنګه چې ټول پوهيږو چې سازمانونه ديوبل له مخې جوړ شوي دي خو هيڅکله حکومتونه ديوبل له مخې نه دي جوړ شوي.
له دې امله موږ په دې لټه کې يوچې دغه حکومت په لاښه توګه جوړ شي او په نړۍ کې دهغه دښه انعکاس شاهدان واوسو.
ده دغه راز ددغه شان پروګرام دجوړولو دليل په هيواد کې دځوانانو د رول او دريځ نه تعريف وباله او ويې ويل چې دا يو تاريخي تير ايستل دي چې وايي ځوانان ددغه هيواد د راتلوونکي جوړونکي دي .
په داسې حال کې چې هغوى ته هيڅ رول نه سپارل کيږي خو ځوانان نه يواځې دا چې دوى هيواد د راتلوونکي جوړونکي دي بلکې اوس هم دهيواد دمديريت او رهبرۍ ځواکمني لري او حکومتي چارواکي دي .
بايد په دې پوه شي چې ځوانان بيکاره نه بلکې وزګار دي او بايد ځوانانوته کار ،امنيت او مصوونيت ورکړى شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده ددغه تفاهم ليک په لاسليک سره دځوانانو د روزنيز حکومت مقدماتي کارونه په رسمي ډول پيل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته