کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
د قوانينو دکميټې غونډه نن له غرمې مخکې د جمهوررييس د مرستيال او د دغې کميټې د رييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې له اجندا سره سم لومړى د ډله ييزو اطلاعاتو د خصوصي وسايلو د جوړولو اوفعاليت د څرنګوالي د مقررې طرحه وڅيړل شوه او خبرې پرې وشوې .
د غونډې په پيل کې دعدليې وزارت سرپرست رپوټ ورکړ چې دقوانينو د کميټې له پخوانۍ پريکړې سره سم دغه طرحه دهغه موظف کميسيون له خوا چې د اړوندو ادارو استازو پکې غړيتوب درلود ، وڅيړل شوه او موافقه شوى متن يې د زياتو خبرو او دقت لپاره دقوانينو کميټې ته وړاندې شوى دى.
کميټې د موضوع داهميت په دليل او د ډله ييزو اطلاعاتو دخصوصي وسايلو دفعاليت دملاتړ په خاطر د ډله ييزو اطلاعاتو د خصوصي وسايلو دجوړولو او فعاليت د څرنګوالي د مقررې طرحه په تفصيل سره وڅيړله .
د کميټې غړو د مقررې د هدفونو ، د رسنيو د فعاليت د آزادۍ، د جوړولو د شرايطو، د رسنيو د مسوولينو د دندو اوصلاحيت، دکارکوونکو او کار فرمايانو د حقوقو ، امتيازونو او مکلفيتونو په ګډون په بېلابېلو برخوکې د بڼې او محتوا په لحاظ د دغې طرحې د لازياتې بډاينې په مقصد او په نورو مواردوکې خپلې اغيزمنې او کار پوهانه نظريې وړاندې کړې .
کميټې د موظف کميسيون د پيشنهادي بدلونونو د تائيدولو په ترڅ کې، پريکړه وکړه چې اړوندې ادارې دې د رسنيو له مدافعو بنسټونو سره په همغږۍ کې د رسانه يي بنسټونو د بانکي تضمين په باب چې له دې وروسته رامنځته کيږي؛ کارپوهانه څيړنه ترسره کړي اوپه دې برخه کې دې يو پيشنهاد برابر او اړونده مرجع ته وړاندې کړي.
د قوانينوکميټې له مفصلو خبرو او څيړنې او د ډله ييزو اطلاعاتو د خصوصي وسايلو د جوړولو او فعاليت د څرنګوالي د مقررې په طرحه کې د غونډې دغړو نظريو ته له ځاى ورکولو وروسته هغه تائيدکړه .
د قوانينو د کميټې په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قضايه قوې د تشکيل او صلاحيت د قانون په ٣٨ ماده کې د دويم جز د تعديل او دپنځم جز د زياتوالي طرحه هم د سترې محکمې د مقاماتوله خوا غونډې ته وړاندې شوه او د تائيد وړ وګرځيده .
کميټې د اوبو د قانون د ځينو ماده د حذف او تعديل طرحه چې په غونډه کې وړاندې شوې وه؛ هم وڅيړله او دغه طرحه يې د انرژۍ او اوبو وزارت او د کانونو وزارت ترمنځ د کاري تداخل د له منځه وړلو په مقصد تائيدکړه.
1 2 دقیقې لوستل