امنیت

د دوو پاکستانيانو په ګډون پنځه تنه ماين ښخوونکى طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
پنځه تنه ماين ښخوونکى طالبان چې دوه تنه يې پاکستاني اتباع و دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دخپل ماين قرباني شول.
دهلمند دوالى وياند عمر ځواک ددغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې باختر آژانس خبريال ته وويل : پنځه تنه ماين ښخوونکي طالبان چې دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ دګاويند په ساحه کې په ماين ښخولو بوخت و دخپل ښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله ووژل شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې له دغو کسانو څخه پنځه سوه کيلوګرامه چاوديدونکى توکي هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته