اقتصاد

دماليې وزير المان ته سفر وکړ .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
دماليې وزير اکليل  حکيمي  نن داسيا دپرمختيا بانک په نهه څلويښتمه غونډه کې دګډون لپاره  المان ته سفر وکړ .
  دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  :دماليې وزير به داسيا دپرمختيا بانک  په غونډه کې په ګدون سربيره داسيا دپرمختيا بانک له لومړي مرستيال سره په يوه جلا غونډه کې دبروکسل  په کنفرانس کې دګډون لپاره دافغانستان ددولت دتياري ، پرمختيايي پروژو ،  دافغانستان  دراتلوونکو اړتياو ،  لومړيتوبونو ، دافغانستان دنوي پرمختيا ، دستراتيژۍ او داسيا دپرمختيا بانک درول په باب خبرې وکړې .
سربيره پردې په دې غونډه کې تر هندوستان پورې دترکمنستان دګازو دليږدونې دنل ليکې دغځولو ، دبريښنا دليږدونې  او داوسپنې پټلۍ  دغځولو په باب چې جنوبي  اسيا دافغانستان  له لارې له شمالي  اسيا سره  نښلوي هم خبرې کيږي .
  ددغې غونډې شعار ( دثبات لپاره  همکاري ) انتخاب شوى دى .  او تمرکز يې ثبات  ته درسيدو لپاره  داسيا او اروپا داړيکو تينګښت دى .
داسيا  دپرمختيا بانک غونډه ددريو ورځو لپاره په المان کې  جوړيږي او دبيلابيلو هېوادونو وزيران ، دمرکزي بانکونو رييسان ، سوداګر ، پانګې اچوونکي ، خبريالان اودمدني ټولنې غړي به چې شمير يې  کابو دريو  زرو ته رسيږي   په دې غونډه کې ګډون وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته