امنیت

شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
ملي دفاعى او امنيتي ځواکونو د هېواد په ١٤ ولايتونوکې د عملياتو په بهير کې شل تنه ډار اچوونکي ووژل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار، پکتيا ، غزني، خوست ، قندهار ، روزګان، زابل، دايکنډي، بادغيس، هرات، فراه ، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٩ تنه نوريې ټپيان شول او د سپين کلي په نامه يو تن له پنځوسو ډول ډول ماينونو ١٥ بوريو امونيم نايتريت موادو او د ماين د جوړولو له يوې اندازې سامان آلاتو سره ونيول شو او د ماين جوړولو يوه کار خانه ويجاړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته