سیاست

دوزيرانو شورا دقوانينو کميټې غونډه وکړه .

کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې غونډې نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ  دزياتې شوي ماليې دقانون طرحه يوځل بيا وڅيړله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې دنننۍ غونډې په پيل کې  چې دصدارت دګلخانې په مانۍ کې جوړه شوه دجمهوري رياست لومړي مرستيال له غونډې څخه وغوښتل چې دبيلابيلو برخو لپاره دقوانينو په تدوين کې دې بايد دخلکو او هيواد ګټې او په تيره بيا په خپله زموږ دټولنې ځانګړتياوي په پام کې ونيسي .
په دې غونډه کې دعدليې وزارت معين دزياتې شوې ماليې دقانون طرحه دغونډې برخه والو ته وړاندې کړه چې په هراړخيزه توګه وڅيړل  شوه .
غونډې دخبرو وړ طرحې داصلاح په برخه کې ځينې پيشنهادونه وړاندې کړل او په پاى کې يې په کلي  توګه تاييده کړه او دوزيرانو شورا ته يې وړاندې کړه .
غونډې دغه راز دعدليې وزارت ترنظر لاندې يو خاص کميسيون ته دنده وسپارله چې وړاندې شوي اصلاحي نظريې دې ددغه قانون په طرحه کې ځاى کړي او وروسته دې اصلاح شوى متن دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته