ټولنه

په غزني کې ټول ګڼ ميشته ځايونه وتړل شول

غزني د ورې ٧مه باختر
په غزنې کې ټول هغه ځايونه چې د خلکو ګڼه ګوڼه به پکې وه د کرونا ويروس د خپريدو له امله وتړل شول.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختراژانس ته وويل: د کورنيو چارو
وزارت د اعلاميې پراساس د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په مقصد څه د پاسه  ٢٠٠ ځايونه چې خلک پکې راغونډيدل  وتړل شول.
په دغو ځايونو کې هوټلونه، قيلون خانې، د ودنو سالونونه، جمنازيومونه ، ورزشي کلپونه، د محصلانو خصوصي ليليې، حمامونه او تفريحي پارکونه شامل دي.
دغزني د امنيې قوماندانۍ پوليس دعامې روغتيا له رياست او نورو ادارو سره په همغږۍ کې د دغه وژونکي ويروس پر وړاندې د مبارزې په لاره کې ځان مسوول بولي اوهلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې د دغه خطرناک ويروس کويد- ١٩ پر وړاندې د خلکو د را غونډيدو  مخه ونيسي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته