امنیت

دملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې داوو تنو وسله والو مخالفينو وژل کيدل

 ګرديز باختردمرغومي  ٢٨ نيټه :
اووه  تنه وسله وال مخالفين تيره شپه   دغزني ، ميدان وردګــــو او د پکتيا په ولايتونو کې دملي اردو له منسوبانو سره په جګړو کې ووژل شول.
د٢٠٣ قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ( ابراهيم خيل ) دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال مخالفين دملي اردوله منسوبانوسره  په جګړوکې دغزني  ښار د باغ سلطان ،د ميدان  وردګــو ولايت  د سيدآباد   ولسوالۍ په  دره تنګي اوپکتيا  ولايت دسيدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول.
په دغو جګـــړو کـــې  اووه تنه  وسله وال مخالفين  ټپيان  او پنځلس تنه نور  يې ونيول شول.
د يوبل خبرله مخې ؛  د ٢٠٣ قول اردو منسوبانو نهه ماينونه د خوست ولايت له  څو ولسواليو څخه کشف اوشنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته