روغتیا

په سرپل کې دوالګي دناروغۍ زياتوالى .

کابل باختر دسلواغې  اتمه :
په سرپل کې دوالګي او دسالنډې ناروغۍ  شپيته سلنه زياتې شوې دي .
دسرپل ولايت سيمه ئيز مسوولان وايي چې دسالنډي او والګي ناورغۍ په ماشومانو اوبوډآګانو کې شپيته سلنې زياتوالى موندلى دى .
دسرپل دولايتي روغتون  رييس محمد رستم باختراژانس ته وويل چې هره ورځ په منځني ډول اته سوه تنه ماشومان اوبوډاګان چې دسالنډي  او والګي په ناروغيو  اخته دي دغه روغتون ته  مراجعه کوي  اودغه شمير دتيرې يوې مياشتې  په پرتله څه دپاسه  شپيته سلنه  زيات شوى دى
دسرپل ولايت   دعامې روغتيا  رييس نور احمد اسحاق زي وايي دوى ښه امکانات په پام کې لري  او کولاى شي  چې دغه ناروغۍ تر کنترول لاندې ونيسي .  ختم_ ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته