امنیت

ملي اردو پاکستان ته د قيمتي ډبرو د قاچاقو د مخنيوي ژمنه وکړه

کابل / د وږي ٢٧مه / باختر
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو مقامات وايي چې پاکستان ته د افغانستان د قيمتي ډبرو د قاچاقو مخه نيسي.
دغه مقامات وايي: هغه ټولې لارې يې چې قاچاق وړونکي پاکستان ته د افغانستان د قيمتي ډبرو د قاچاقو لپاره استفاده کوي، تړلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې سيمه ييز زورواکان او د وسله والو طالبانو په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې قيمتي ډبرې په غير قانوني ډول باسي او له بېلابېلو لارو يې پاکستان ته لېږدوي.
دغه راز قاچاق وړونکي د افغانستان قيمتي ډبرې په پاکستان کې په ټيټه بيه پلوري، خو پاکستان هغه په لوړه بيه په نړيوالو بازارونو کې د پاکستان د قيمتي ډبرو په نامه پلوري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو قوماندان جنرال شفيق الله رسولزي د ملي اردو سرتېرو ته لارښوونه وکړه چې پاکستان ته د افغانستان د قيمتي ډبرو د قاچاقو مخه ونيسي.
هغه چې په ننګرهار کې د پوحيانو له قراراګاوو څخه کتنه کوله؛ باختر آژانس ته وويل  چې ملي اردو پاکستان ته د افغانستان د قيمتي ډبرو د قاچاقو ټولې لارې تړلې دي.
جنرال رسولزي قاچاق وړونکي ته خبر دارى ورکړ چې پاکستان ته د افغانستان د قيمتي ډبرو له قاچاقو څخه دې لاس واخلي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته