نړۍ

ملګري ملتونه : دسوريې د حمص ښار زيا تې سيمې ويجاړي شوي دي

دمشق د ا مريکا غږ راډيو باختر دکب ١٩ مـــــــــــــــــه
د ملګرو ملتو دسا زمان د بشرى چارو مسوول والرى آموس دڅرګندونو له مخې دسوريې د حمص ښار د بابا عمروي سيمه په بشپړه تو ګه ويجاړه شوې ده
والرى آموس د حمص ښار له کتنې وروسته دغه ټکى بيان کړ .
په حمص ښار دسوريي د حکومت دتوپچى او راکټې پوځ له شل ورځنيو ډزو وروسته دا دغه ښار ته د ملګرو ملتو د سا زمان دبشرى چارو د مسوول لو مړۍ سفر دى
ده زيا ته کړه د حمص ښار يو شمير سيمې په پشپړه تو ګه ويجاړ شوى دى او زه غواړم وپو هيږم چې هغو خلکو ته په دغو سيمو کې ژوند کاوه څه پيښ شوي دي
دسوريي مقا ما تو پخوا د حمص ښار ته د والرى آموس له سفر سره مخالفت کړى و ، خو ده وروسته د چهار شنبي په ورځ سوريي ته خپل دري ورځنې سفر پيل کړ چې په ترڅ کې يې هڅه کوي ملکى وګړو ته دبشر غو ښتنې مرستو در سو لو لپاره د اجا زى ور کولو په باب دسوريي مقا ما ت متقاعد کړې
د ملګرو ملتو سا زمان وا يي چې په سوريه کې د تير نږدي يو کال اعتراضو نو دځپلو په بهير کې څه دپاسه اووه زره تنه غير پوځى کسان وژل شوي دي
دسوريي دولت ويلي دي چې په دې مو ده کې ددغه هيواد داردو اوپوليسو څه دپاسه دوه زره تنه ځوا کو نه د ترو رستو وسله والو ډلو له خوا وژل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته