ټولنه

د بدخشان ولايت دځينو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې شوې دي

کابل باختر د  مرغومي دولسمه
دبدخشان ولايت د لسو ولسواليو مواصلاتي لارې د وروستيو څلور ورځولپاره د واورې د اورښت له امله ددغه ولايت له مرکز سره تړلې شوې دي.
د بدخشان د والي ويندوى احمدنويد فروتن باخترآژانس ته وويل: دبدخشان ولايت د مايمي ، شيکى، خواهان،  نسي، کوفاب، کوهستان، راغستان ، ياوان ، شغنان او د ارغچ خوره د ولسواليو مواصلاتي لارې د واورې د اورښت له امله ددغه ولايت له مرکزسره بند شوې دي او آن ددغو کليومواصلاتي لارې به د١٣٩٣ کال دغبرګولي ترمياشتې پورې تړلې وې.
دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې د تيارى د ادارې مسوول په دې باب باخترآژانس ته وويل: په څلورو ولسواليوکې مو زيرمې  جوړې کړې دي چې وکولى شو نورو ولسواليو ته مرستې ورسوو.
ده زياته کړه: يو زرو اووه سوه اتيا ټنه غنم په څلورو ولسواليوکې زيرمه شوې ده  چې د اړتيا په صورت کې به  نورو ولسواليو ته هم وليږدول شي.
دغه راز  شل زره ليتره غوړي او لس ټنه نسک په فيض آباد ښارکې زيرمه شوې ده چې د احتمالي پيښو د رامنځته کيدو په صورت کې په خلکو وويشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته