امنیت

دوه تنه طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه سرګروپان تيره شپه په ننګرهار ولايت له امنيتي ځواکونو سره د نښې په بهيرکې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل: جګړه ددغه ولايت د پيچراو اګام ولسوالۍ د بابه خيلو په ساحه کې هغه وخت ونښته چې طالبانو د پوليسو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې په بهيرکې يې د حاجي زيور او قاري حميد په نومونو د طالبانو دوه سرګروپان ووژل شول او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه : په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان ته دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته