نړۍ

د ملګروملتو د سازمان سرمنشي د ښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د جرړو په ايستلو ټينګار وکړ

 نيويارک ورلدنيوز باختردليندۍ دمياشتې ٥ :
د ملګرو ملتو دسازمان سرمنشي بان کي مون دښځو او نجونو پرخلاف دتاوتريخوالو  د جرړو ايستل ددغه نړيوال بنسټ ډير مهم لومړيتوب وباله اوتينګار يې وکړ چې له نړۍ له ښځو او نجونو څخه په ملات سره کولاى شي  د بشريت  راتلوونکى امنيت  تضمين کړي.
د ملګرملتو د سازمان عمومي منشي پرون  د ښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دجرړو د ايستلو د نړيوالې ورځې په مناسبت وويل چې په دغه مقام کې دټاکل کيدو له لومړۍ ورځې څخه يې تل هلې ځلې کړې دي  چې  دښځو دسپکاوي  په باب  دتفکر له سلوک سره مبارزه وکړي.
د ملګروملتوسرمنشي  په دې باندې په ټينګار سره چې دنړۍ  په ټولو هېوادونو کې د ښځو پرخلاف هر راز جرم بايد  ترقانوني تعقيب لاندې  ونيول شي ، وويل :  چې دغه سازمان  به   دوهلو او ډبولو ،  جنسي تيري ، غلامۍ  او دجنسي مالونو په توګه دښځو دقاچاقو او دجبري ودونو په ګډون دښځو پرخلاف  د هر ډول تاوتريخوالي   جرړې ونه باسي  کرار به کښېنني .
بان کي مون زياته کړه چې ښځې که څه هم نن دتاوتريخوالي او دنابرابرۍ قربانياني دي؛ خو بايد هغوى ته دبشريت په راتلوونکي کې دبدلون داستازو  په توګه وکتل شي او زياته يې کړه  چې نړۍ کولاى شي دښځو او نجونو په قدرت سره دبشريت د راتلوونکي  ضمانت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته