سیاست

د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد جمهوررئیس غني ته د هیواد د خپلواکۍ ورځې مبارکي وویله

کابل / د زمري ۳۰مه / باختر
دسعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد ولیعهد، د وزیرانو شورا نائب او دفاع وزیر والاحضرت محمد بن سلمان له لوري د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه رارسېدلي دي.
په دغو پیغامونو کې دوی د سعودي عربستان شاهي هیواد د حکومت او خلکو په استازیتوب جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې او افغانستان ته یې د تلپاتې سولې، امنیت او ثبات هیله کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته