سیاست

د بهرنيو چارو وزارت معين: د افغانستان دولت د باعزته سولې پلوی دى

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۹مه
د بهرنيو چارو وزارت معين ادريس زمان، پرون د سولې په ملي سمپوزيم کې وويل چې افغانستان د باعزته سولې پلوی دى.
د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
زمان په خپلو  خبروکې د افغانستان د خلکو او دولت په مشرۍ او مالکيت د سولې بهير په باب د معلوماتو په وړاندې کولو سره برخه والو ته وويل: د افغانستان دولت د وروستيو  کلونو د لاس ته راوړنو په ساتنې سره، د باعزته سولې پلوی او هوډمن دى.
هغه د سولې د مشورتي جرګې يادونه وکړه او ويې ويل: دولت ژمن دى چې د دې جرګې پريکړې عملي کړي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته