سیاست

دورځې تبصره :

کابل باخترد جوزا دمياشتې ١٧نيټه :

دژوندانه دچاپيريال دنړيوالۍ ورځې نمانځنه له هيوادوالو څخه غوښتنه کوي چې دخپل  ژوندانه دچاپيريال اوښار سمسورتياته زياته پاملرنه وکړي.

دباختراژانس مبصر ليکي  کال په کال دجون دمياشتې په پنځمه  دنړۍ بيلابيلو هيوادونه دژوندانه دچاپيريال نړيواله ورځ نمانځي او دپاک اوسالم چاپيريال دعامه ملاتړ په خاطر ددولتونو له لارې يولړپروګرامونه وړاندې کيږي .

په افغانستان کې هم دغه ورځ  دويناو په کولو سره  نمانځل کيږي  هغه افغانستان چې زياتره سترښارونه يي دهوادککړتيا له مصيبت سره مخامخ دي .

دافغانستان دسترو ښارونو دهوا دککړتيا کمښت داړوندو دولتي مرکزونو اودخلکودګډو هڅو غوښتنه کوي .

زياتره کارپوهان دهيواد په سترو ښارونو کې دهوادککړتيا ستونزه حل نشي دغه مسئله په ډاګه څرگندوي چې بايد خلک ددغه غلې مصيبت په باب معلومات ترلاسه کړي اودخپلو بچيانو دژغورنې په خاطر په کار لاس پورې کړي. او هرڅوک دخپل توان په اندازه دژوندانه دچاپيريال  په پاکوالي اونظافت کې هڅه او هاند وکړي.

 په هر صورت دولتي مرکزونه په سترو ښارونو کې دهوادزياتي ککړتيا دمخنيوي په خلاطر  يو لړ اقدامات وکړل هغه عوامل اوانګيزې چې دهوا دککړتيا سبب  کيږي  تشخيص شوي دهيواد دوزيرانو شورا هم په څو غونډو کې دغه مسئله وڅيړله .اوله خلکوڅخه يې وغوښتل چې دژوندانه دچاپيريال په پاکوالۍ اوسمورتيا کې هڅه اوهاند وکړي خو آيا دغو ټولو وکولاي شول په ستروښارونو کې دژوندانه دچاپيريال ککړتيا پاى ته ورسوي آيا پيژندل شوي عوامل  چې دهوادککړتيا سبب کيږي له منځه وړل شوي دي دغو پښتنو ته قناعت بخښوونکي ځواب نشته  ځکه لاتراوسه پورې هم په هيواد کې دبريښنا انرژي دتوليد له ستروجنراتوونو څخه کار اخيستل کيږي دترافيکو په بهيرکې لوګي توليدونکي ترانسپورتي وسايل شته  اولاتراوسه پورې هم دپيرودل شويو توکو  په ليږدونه کې له پلاستيکي  کڅوړو څخه کار اخلي .اودداشونو ، حمامونو، هوټلونو اونه اسفلت شويو سړکونو شتون هغه عناصر دي چې دهوا اودژوندانه دچاپيريال په ککړتيا کې ناوړي اغيزې لري. که څه هم په تيرو کلونو کې دوزيرانو شورا پريکړه وکړه چې په اوږدمهال کې دي دپلاستيکي کڅوړو دنه کارولو  زميني برابري شي خو لاتراوسه پورې ددې کار دتحقق کومه نښه نښانه  نه  ترسترګوکيږي .

هغه څه چې په پاى کې کيداي شي په دې برخه کې دحل دلارې په توګه تطبيق شي دککړ چاپيريال په زيانونو دخلکو پوهاوي اوپه بيلابيلو  ناحيو کې په گډو هلوځلو  سره دداوطلبانه کارونو ترسره کول دي ځکه زموږ ښار  زموږ کور دي اودهوا دککړتياله پلوه  رامنځته شوي انديښنې لري کړي

دافغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي  په هغه پيغام کې چې له همدي امله  ليږل شوي دي  له يولړمسئلو سره اړيکي نيول شوي دي او ويل شوى دى  دغبرګولۍ دمياشتې په شپاړلسمه زموږ په هيواد کې دژوندانه دچاپيريال  دورځي په توګه  ونمانځل شي .

زموږ په هيواد کې ددغې ورځي نمانځنه  بل مفهوم او مانا لري ځکه دوروستيو دريولسيزو ناوړه پيښو دهيواد د ژوندانه چاپيريال له جدي خطرونو سره مخامخ کړي دي او نن د ژوندانه دچاپيريال له ورځ په ورځ زياتيدونکو ستونزو سره لاس اوګريوان يو.

له دغي ورځي اودنمانځنې له غونډو څخه په استفادي سره  بايد دهيواد دژوندانه دچاپيريال ستونزې لاپسي جوتي کړو اوپه دې لاره کې دبرياليتوب لارې چارې ولټوو.

دغه موضوع په ډاګه کوي چې دژوندانه دچاپيريال ککړتيا يوه بله ستونزه ده چې  هيواد ورسره مخامخ دي.

دغه مسئله په ډاګه کوي چې  بايد اغيزمنو لارو چارو  په لټولو اوپه عملي ژمنو سره دغه ستونزه حل شي په دغي ستونزې دبرياليتوب لاره دډله ييزې پاملرني غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته