امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په هلمند ولايت کې د ناټو د جنګي الوتکو په هوايي بريدکې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک د دغه خبرپه تاييدولوسره باخترآژانس ته وويل: په دغو وسله والو طالبانو د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ په دهن تنګي سيمه کې د ناټو د ځواکونو دجنګي الوتکو له خوا بريد وشو او له امله يې څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
د ځواک دڅرګندونو له مخې: په دې بريدکې د وسله والوطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په دې بريدکې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته