نړۍ

امريکا له تضمين پرته ځان دعراق په جګړه کې نه شاملوي

واشنګتن ايرنا  باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما پرون  د عراق دپيښو په وړاندې په غبرګون کې وويل :  چې  داعش دتروريستانو  له پرمختګ سره دمقابلې لپاره عراق ته  دځمکنيو ځواکونو له استولو پرته  دانتخابونو دڅيړنې په  حال کې دى.
له واشنګتن څخه دفرانسې دخبري آژانس دخبر له  مخې :  اوباما په همدې حال کې  خبردارى ورکړ چې عراق بايد خپلې ستونزې او اختلافونه  حل کړي.
اوباما وويل :   موږ امريکايي ځواکونه په عراق کې  دجګړې ډ ګر ته بيرته نه ستنوو خو دخپل ملي امنيت  له ټيم څخه مو غوښتي دي  چې دعراق  له امنيتي ځواکونوسره  دملاتړ لپاره  نور انتخابونه برابر کړي.
دامريکا د جمهوررييس دڅرګندونوله مخې :  دعراق او شام داسلامي دولت په نامه  ډله  دعراق  لپاره ګواښ دى . خو دغه را ز  دايدالوژۍ او دتاوتريخوالي  په دليل کولاى شي دامريکا ګټې هم وګواښوي .
اوباما په همدې حال کې وويل ، په پاى کې عراقيانو ته پکار دى چې خپلې ستونزې حل کړي .
ده زياته کړه امريکا په آسانۍ  سره ځان په  عراق کې  په پوځي اقدام کې نه ښکيلوي خو دا چې دعراق دولت  دفرقه يي تاوتريخوالي کمښت تضمين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته