امنیت

يوه څوارلس کلنه نجلۍ و وژل شو

کابل باختر دليندي اتمه
  دکندز ولايت پوليسو نن دوه تنه ديوې څوارلس کلنې نجلۍ دوژنې په تور ونيول .
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو پرون دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې يوه څوارلس کلنه نجلۍ له ځورونې وروسته وژلي و او خپله تښتيدلي وو
دکندز ولايت دامنيې قومادانۍ پو مسوول سمونمل نظام الدين  حکېمي باختر اژانس ته وويل دغه نجلۍ چې داوبو دليږدونې لپاره له کوره وتلې وه مړه يې چې سريې له بدن څخه جلا شوي و ددوي کورته څيرمه په يوه کنده کې ترلاسه کړ
  دپوليسو دڅرګندونو له مخې دپيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي او له هغوى څخه دپوليسو څيړنې او پوښتنې پيل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته