فرهنګ

د ګرځندوی ملي بورډ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ غونډه وکړه

کابل / د وري ۱۵مه / باختر
د ګرځندوی ملي بورډ دويمه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن په ګرځندوى رياست کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونده کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ګرځندوی چارو تنظيم د نوي قانون پر مسودې رڼا واچوله او څرګنده يې کړه چې مخکېنی قانون څو لسيزې وړاندې تصويب شوى دى او د اوسنيو شرايطو او غوښتنو ځواب نه شي ويلی.
زهير زياته کړه: که موږ غواړو د ګرځندوى صنعت ته وده او پراختيا ورکړو؛ تر هرڅه وړاندې بايد د ګرځندوى چارو قانون له اوسنيو شرایطو او غوښتنو سره سم عيار کړو او پر بنسټ یې په دې برخه کې پرمختيايي پلانونه تدوین او پلي کړو.
محمد طاهر زهير د ګرځندوى چارو تنظيم د نوي قانون د مسودې د بشبړېدو بهير پر ګړندي کېدو ټينګار وکړ.
وروسته د ګرځندوى ملي بورډ غړیو د ګرځندوى چارو تنظيم د نوي قانون د مسودې پر مادو بحث وکړ او د دې مسودې د لابډاينې او د ګرځندوى ملي بورډ غړیو ته د نظرياتو د څرګندولو د لا ډېر فرصت د برابرولو په خاطر پرېکړه وشوه چې د مسودې متن دې ټولو غړیو ته واستول شي او هغوى دې د يوې اوونۍ په بهیر کې خپلې نظريې او ملاحظات بيان کړي او د ټولو نظریو او ملاحظاتو تر راټولولو او توحيدولو وروسته دې مسوده د تقنیني پړاوونو د بشپړولو لپاره اړوندې مرجع ته واستول شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته