روغتیا

دپلخمري خلکو له کرونا ويروس څخه دپوهاوي پاڼې ترلاسه کړې .

-کابل / دثور  ١٩مه /باختر :
دبغلان  داطلاعاتواوفرهنګ رياست دځوانانو دچارو مديريت پرون دپلخمري په خلکو دکرونا ويروس دپوهاوي پاڼې او ماسکونه وويشل .
دبغلان ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رياست دځوانانو دچارو مدير محمد پيوند امين  دباختراژانس سيمه ييز خبريال  علي علمي ته  وويل  چې دوى  دغه پروګرام  دپلخمري  دجهيش جوانان  دبنسټ په همکارى دکرونا ويروس له خطرونو څخه دخلکو دپوهاوي او د ويروس دمخنيوي په مقصد  په پلخمري ښار کې ترسره کړل .
هغه وويل  په پام کې لري چې دغه پروګرام  دبغلان  په ولسواليو کې هم ترسره کړي . ديوبل خبرله مخې ، دولسي تړون ملي پروګرام پرون  دپلخمري دکندز تپې دسيمې په  ٢٨ اړو کورنيو  خوراکي توکي وويشل .
دبغلان دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا رييس   غلام رسول عرفان  دباختراژانس سيمه ييز خبريال  حفيظ الله ته وويل چې په هرې کورنۍ   ٣٨کيلوګرامه اوړه ،  لس ليتره غوړي ، او يوکيلوچاى وويشل شول.
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته