ورزش

دافغانستان په شمال کې دورزشکارانو دکاروان دترافيکي پيښې نوي جزئيات .

کابل باختر د تلي اته ويشتمه

 دافغانستان په شمال جوزجان  ولايت کې دترافيکي پيښې له امله دسيمرغ البرز دغوره ليک دټيم لسګونو تنو مينه والو ته مرګ ژوبله اوښته .

  دغه پيشه تيره شپه ناوخته دشبرغان ښار په شل کيلومتري واټن چغچي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دسيمرغ البرز دغوره ليک د ټيم دمينه والو دسپرلۍ بس په نفتي موادوبار تيلري موټر سره ټکر وکړ .

  په دغو مينه والو کې دسيمرغ البرز  دټيم څو تنه لوبغاړي  او دجوزجان ولايت  دورزش دادارې مسوولين هم شامل و چې دافغانستان دغوره ليک په وروستي سيالۍ کې د ګډون لپاره کابل ته روان و .

 عيني شاهدان وايي چې ددغې ترافيکي پيښې له امله په نفتي موادوبار تيلري موټر اور واخيست اومسافر وړونکي موټر يې هم له ځان سره سوځولى دى .

 د جوزجان ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالعزيز غيرت باختر اژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې نهه تنه وژل شوي او څه ناڅه شپږ ديرش تنه نور ټپيان شوي دي .

 دجوزجان ولايت امنيه قوماندان  وويل چې دپيښې  قربانيان او ټپيان دسيمرغ البرز دغوره ليک دټيم ورزشکاران اومينه وال او ددغه ولايت دورزش دادارې مسوولين دي

 دعيني شاهدانود څرګندونو له مخې،  اور لګيدنه دمسافروړونکي بس موټر دسپرليو دمرګ ژوبلې سبب  شوې ده .

  په همدې حال کې دجوزجان ولايت  دملکي روغتون رييس ډاکتر ميرويس  صميمي وايي چې ددغې پيښې دشپږو تنو ټپيانو حالت خراب دي .

 ده وويل چې ددغې ترافيکي پيښې دنهو تنو قربانيانو له جملې څخه شپږ تنه يې بيخي سوځيدلي دي او دپيژندنې  وړ نه دي، له بلې خوا دافغانستان دفوټبال فدراسيون  مقامات د جوزجان ولايت دسيمه ئيزو مقاماتود څرګندونوپه ردولو سره وايي چې په دې ترافيکي پيښه کې دسيمرغ البرز  دټيم هيڅ يو اصلي لوبغاړي شتون نه درلود .

 دافغانستان دفوټبال فدراسيون  درسنيو يو مسوول احمد شاه ساير باختر اژانس ته وويل چې دسيمرغ البرز دټيم يواځې څو تنه عادي لوبغاړي دجوزجان ولايت دورزش  دادارې له مسوولينوسره ددغې پيښې  په قربانيانو او ټپيانو کې شامل دى .

  دفوټبال فدراسيون ددغه مقام دڅرګندونو له مخې، دسيمرغ البرز لوبغاړي په کابل کې دي .

 په همدې حال کې  ويل کيږي چې په جوزجان ولايت کې دالمپيک دکميټې مسوول عبدالغفارباتر او دده مرستيال مامور صديق  په دې پيښه کې سخت ټپيان شوي دي او ددغې ادارې دوه تنه کارکوونکي عبدالطيف او عبدالحسيب  هم ددغې پيښې په قربانيانو کې شامل دي .

 ويل کيږي چې په دې بس کې پنځوس تنه سپاره وو او له څلورو تنو پرته نورى سپرلۍ يې ورزشکاران ، دجوزجان ولايت دورزش دادارې مسوولين او د سيمرغ البرز  د ټيم مينه وال دي .

 دجوزجان ولايت  سيمه ئيز مقامات وايي ددغې پيښې  ځينې ټپيان چې روغتيايي  حالت يې ښه نه دي ددرملنې لپاره ترکيې ته ليږدول کيږي .

 له بلې خوا هم دجوزجان ولايت امنيه قوماندان  جنرال عبدالعزيز غيرت  دواټ دسور کمښت ددغې ترافيکي پيښې اصلي عامل بولى.

 دى وايي دشبرغان _  مزارشريف  لويه لاره چې دترافيکو ګڼه ګونه  پکې زياته ده بايد سور يې څه ناڅه له اووه مترو څخه زيات وي .

  تيک دوه مياشتې مخکې دکابل قندهار دلويې لارې دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو مسافروړونکي بس  موټر سره په نفتي موادوبار ټانکر دټګر له امله  نږدې  سلو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته