سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل/ دوږی ۲یمه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایوډین سره د مخه ښې کتنه کې نوموړي ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ. په دغو مراسمو کې چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شول د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او د ملي امنیت سلاکار هم حضور درلود، په پیل کې د جمهوررئیس ویاند صدیق صدیقي په دې اړه د جمهوررئیس غني فرمان ولوست. جمهوررئیس غني د یاد مډال له ورکولو وروسته په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د پییر مایوډین د ترسره شویو هڅو او خدمتونو او له افغانستان څخه د اروپایې ټولنې د دوامدار سیاسي او مالي ملاتړ، قدرداني وکړه. همدارنګه جمهوررئیس له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د دوامدارو او ستراتېژیکو مناسباتو په ځانګړي ډول په تېرو څو کلونو کې په مشترک ډول د ترلاسه شويو ارزښتونواو په افغانستان کې د انکشاف او ثبات په خاطر د دغې ټولنې د دوامدار تعهد، د بنسټونو د ظرفیت پیاوړي کولو او د ولسواک نظام او بشري حقونو د ارزښتونو په اړه د یادې ټولنې اصولي دريځ وستایه او د دغو اړیکو د لاپراختیا هیله یې وکړه. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر پییر مایوډین چې په افغانستان کې یې ماموریت پایته رسېدلی وویل، په افغانستان کې یې ماموریت فوق العاده عالي تجربه وه، نوموړي جمهوررئیس او افغانانو ته ډاډ ورکړ چې اروپایي ټولنه به د سولې د تامین او د افغانستان د پرمختګ لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه، د اروپایې ټولنې اساسي موخې له اساسي قانون، ډیموکراتیک نظام او د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ دی چې پکې وګړنیز حقونه، د ښځو او بشر حقونه په جدي توګه مراعتېږي، دغه زموږ ګډ هدف دی چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام دې لا پیاوړی شي. پییر مایوډین د تلپاتې سولې د تامین په خاطر د افغانستان حکومت له هڅو څخه د اروپایې ټولنې د ملاتړ پر مهال وویل، موږ د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له ټولو دیموکراتیکو بنسټونو او پروسو څخه ملاتړ کوو او دغه نظام ته پر بل هر جوړښت ترجیح ورکوو او تر څنګ به یې پاتې شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته