-کابل /دوري ١٠مه / باختر :
دوه ماشومان په کاپيسا کې د طالبانو ډلې په راکټې بريد کې ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته د اله ساى ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د استوګنې پر يوې سيمې راکټي بريد وکړ.
دکاپيسا يو امنيتي مقام باختر اژانس ته وويل چې د طالبانو په دې راکټي بريد کې دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
هغه وويل: په بريد کې د استوګنې درې کورونه هم ويجاړ شوي دي.
ډاکټرانو ديوه ټپي ماشوم روغتيايي حالت نازک بللى دى.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ